ملگری

 

 

 
 
 

دافغانستان دصنعتكارانو ټولنه دصنعتکارانو دحقه حقوقو څخه ددفاع په موخه  دافغانستان دوضعی قوانینو او ددی بنسټ داساسنامی مطابق ځان ژمن بولی .

 همدار راز داساسی قانون دموادو په رڼا کی دحمایت مصؤنیت اوتشویق  داصلونو پر بنسټ  دصنعتکاران دحقوقو څخه ددفاع په موخه  مکلفیت لری اوهمدا ډول کومی ستونزی چی دکار، تولید ،مارکیټینګ (بازار موندنی ) ، اونورو دلایلوله امله دصنعتکارانو ، یا ددی بنسټ دغړوترمنځ  ځنی وخت منځته راځی ټولنه دداسی ستونزو دهواری لپاره داړتیا په وخت کی دحکمو کمیټو په ټاکلو کی خپل مکلفیت بولی ترڅو دراولاړشوو مشکلاتود حل لپاره  په خپلو اصولی اجراآتو دپای ټکی کیږدی.

دافغانستان دصنعتکارانو ټولنه ددی بنسټ دغړو دحکمیت دټاکنی برسیر ه اړونده دولتی ارګانونو سره دمکاتیبو دلیږد رالیږد لړی ته دخپلومزایایو په کته ګورۍ کی ځانګړی اهمیت ورکړی دی دبیلګی په توګه ددی ټولنی دغړو دa- کارت درلودونکو لپاره دتجارتی ویزو اوهمدارنګه په ملی اوبین المللی کچه دنندارتونونواوکنفرانسونو لپاره سپارښتنه اوورپیژندنه ، پورورکونکو بانکونو ته ددی ټولنی دغړو ورپیژندنه او د نقلیه وسایطو دکارت ترتیبول اوداسی نوراړونده حقوقی خدمات شامل دی همدا ډول دچاپیریال ساتنی اود ککړتیا څخه دمخنیوی په موخه ، اودتولیداتو دښه اوغوره کیفیت اوکمیت په اړه دخپلو ټولو غړو دهیواد پالنی داحساس په ‌ژوندی ساتلو کی دیو مثبت اومدرنه بدلون په موخه خپل مکلفیت ګڼی  څو ددی اصولی اوقانونی کړنو په نتیجه کی دخپلو غړ و ذهنیتونه روښانه اوراتلونکی ته هیله مند اوسو .

 
 
 

دمشر پیغام

 سخی احمد پیمان

د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنی د خصوصی سکتور غړیو او فعالینو

اسلام و علیکم و رحمت الله و برکاته

د هغه ځایه چه تیره لسیزه په ګران هیواد افغانستان کی د پرمختګ په ډګر کی د تاریخ یوه نوی پاڼه پرانیستل شوه دکتنی وړ ده.              

ولی په خواشینی سره د ګران هیواد افغانستان صنعت لکه څرنګه چی هیله وه او د دولت رول په دی برخه کی ارزښتمن ګنل کیده وده ونکړه.

ملی صنعت د یو هیواد د بنسټونو څخه شمیرل کیږی اړینه ده چه په دی برخه کښی ځانګری پاملرنه په نظر کی ونیول شی، ځکه همدغه صنعت دی چی د پانګونی وده منځ ته راوړی، د کار موندنی پراخه زمینه برابروی، د بیکاری کړکیج او ستونزی له منځه وړی.

لانور معلومات

 

مرستندوی

Copyright - 2017  AIA (Afghanistan Industrial Association) Host and Designed By www.ncp.af