ملگری

 

 

 
 
 

د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنی د خصوصی سکتور غړیو او فعالینو

اسلام و علیکم و رحمت الله و برکاته

د هغه ځایه چه تیره لسیزه په ګران هیواد افغانستان کی د پرمختګ په ډګر کی د تاریخ یوه نوی پاڼه پرانیستل شوه دکتنی وړ ده.              

ولی په خواشینی سره د ګران هیواد افغانستان صنعت لکه څرنګه چی هیله وه او د دولت رول په دی برخه کی ارزښتمن ګنل کیده وده ونکړه.

ملی صنعت د یو هیواد د بنسټونو څخه شمیرل کیږی اړینه ده چه په دی برخه کښی ځانګری پاملرنه په نظر کی ونیول شی، ځکه همدغه صنعت دی چی د پانګونی وده منځ ته راوړی، د کار موندنی پراخه زمینه برابروی، د بیکاری کړکیج او ستونزی له منځه وړی.

اوس پرمونږ ده ترڅو د حل هغه لاری چاری چه په پایله کی ټولی هغه ستونزی او کړاونه  چی د ګران هیواد د پرګنو د هوسا ژوند په موخه د ملی صنعت د ودی، پراختیا، حمایت، او پرمختګ په لاره کی د پیاوړی ملی پانګونی په مخه کی خنډګرځیدلی لری کړو.

یو تر بله لاسونه ورکړو او د اړوندو ادارو او بنسټونو د منشور، طرحو، وړاندیزونو او ګټورو مشورو او د ښه کاری اړیکو د درلودلو له لاری  دولتی اداراتو سره په ګډه هڅی او هاند وکړو.

دی مخو ته د رسیدلو لپاره هیله من یم د صنعت ټول مرستندویان او فعالین د صنعت خصوصی سکتور سره د هیڅ ډول مرستی ونه سپموی. څو د اساسی قانون د موادو، د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنی د اساسنامی، او د ‍‍‍‍‍پانګونی د روښانه  تګ لاری په ړنا کی د هیواد  دصنعت د ودی او پراختیا لپاره ښه  شرایط او زمینه برابر کړو.

دا پر مونږ لازم ده چه صنعت ته پراختیا ورکړو او د هغی په مدرنیزه کولو، د نوی تکنالوژی څخه په ګتی اخیستلو، د تولیداتو په لوړ کیفیت او په تولیداتو کی د رغنده او سالم رقابت، د زیار کښو           ( کارګرانو) لپاره ښه کاری چا پیریال په برابرولو او ساتنه کی فعال  اوسو.

د افغانستان د صنعتکارانو د مشرتابه په استازی توب د صنعتکارانو د موخو او د هیوادوالو د پاره ده ښه کار زمینی برابرولو او هغه ته د لاس رسی او همدا راز د ملی صنعت د پراختیا او د صنعتکارانو په چو پړ کی به د هیڅ ډول زیار او کوښښ څخه ډډه ونه کړو.

په پای کی دیادولو وړده چی د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنی د ټاکنیز کمیسون او د عامل پلاوی هڅی او هاند چی د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنی د اتمی ټاکنیزی دوری په مناسبت یی د ستونزو او کړکیچونو سره سره په بریالی توګه سر ته رسولی دی د زړه له کومی مننه کووم.

همدا راز د ټولو هغه درنو صنعتکارانو څخه چی د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنی په اتمه ټاکنیزه سرتا سری غونده کی یی په بریالی ډول خپله دنده او ونډه تر سره کړه د زړه له کومی مننه وکړم.

 

د یو پرمختللی هوسا او صنعتی افغانستان په هیله.

 

په درنښت

سخی احمد یمان"

د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنی مشر

  

 
 

دمشر پیغام

سخی احمد پیمان

د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنی د خصوصی سکتور غړیو او فعالینو

اسلام و علیکم و رحمت الله و برکاته

د هغه ځایه چه تیره لسیزه په ګران هیواد افغانستان کی د پرمختګ په ډګر کی د تاریخ یوه نوی پاڼه پرانیستل شوه دکتنی وړ ده.              

ولی په خواشینی سره د ګران هیواد افغانستان صنعت لکه څرنګه چی هیله وه او د دولت رول په دی برخه کی ارزښتمن ګنل کیده وده ونکړه.

ملی صنعت د یو هیواد د بنسټونو څخه شمیرل کیږی اړینه ده چه په دی برخه کښی ځانګری پاملرنه په نظر کی ونیول شی، ځکه همدغه صنعت دی چی د پانګونی وده منځ ته راوړی، د کار موندنی پراخه زمینه برابروی، د بیکاری کړکیج او ستونزی له منځه وړی.

لانور معلومات

مرستندوی

Copyright - 2017  AIA (Afghanistan Industrial Association) Host and Designed By www.ncp.af