ملگری

 

 

 
 

دافغانستان دصنعتكارانو دټولنی لنډه تاریخچه

دافغانستان دصنعتکارانو ټولنی بنسټ په  ۱۳۸۱ لمریز کال کی دیولسو تنو صنعتکارانو له خوا ‍ چی دڅرخی پله په صنعتی پارک کی یی فعالیت درلود ترهغه وروسته چی دعدلیی محترم وزارت څخه لمړی نمبر جواز تر لاسه کړ کیښودل شو چی په تدریجی توګه ډیرۍ کارخونی دپارک په داخل کی او دصنعتی پارک څخه دباندی او حتی ولایاتو لکه جلال آباد ، مزارشریف ،قندهار ،هرات او وروسته نورو ولایتونو څخه پدی ټولنه کی غړیتوب ترلاسه کړ اوخپل ملاتړ یی دهیواددصنعتکارانودحقونومدافع ، دی بنسټ څخه اعلان کړ.

دافغانستان دصنعتکارانو دټولنی په لمړنی عمومی مجمع کی:

۱- ښاغلی احمد راتب پوپل د اوسپنی دویلو کولو اوتولیدی شرکت ريیس دټولنی دریيس په توګه.

۲- ښاغلی حاجی عبدالجبار (صافی) دمعاون په توګه .

۳- ښاغلی حاجی معروف ګل (ځدراڼ) دمعاون په توګه  وټاکل شول .

دیادولو وړده چی مخکی تر ۱۳۸۱ کال څخه هم دڅرخی پله په صنعتی پارک کی دصنعتکارانو ټولنه موجوده اوفعالیت درلود خو په اوسنی کچه کارخونی دلته موجودی نه وی بلکه په ډیرمحدود ډول کارخونی موجودی وی دوخت په تیریدوسره  دی پارک دلمړی ساحی څخه دویمی اودریمی ساحی ته وسعت اوپراختیا  ومونده  چی دی ټولو کارخونو یا فابریکاتو د دی ټولنی غړیتوب ترلاسه کړ اوداټولنه دافغانستان په کچه دصنعتکارانو کور وبلل شو .

چی وروسته بیا په ۱۳۸۹ کال کی ددی ټولنی دمشرتابه په هڅو دصنعتکارانو ملی اتحادیه هم جوړه اوپه کارپیل وکړ، چی دنوموړی اتحادیی رامنخته کیدل هم دافغانستان دصنعتکارانو دټولنی دغړو دابتکاراتو څخه ګڼل کیږی اوددی ویاړ ددی ټولنی په برخه دی .

دافغانستان دصنعتکارانو ټولنه داساس نامی مطابق خپلی ځانګړی تګ لاره تعقیبوی په لاندی توګه :

۱-د قوانینو په وضع اوتعدیل کی اودمربوطه مراجعو څخه  دهغه صنعتکارانو دحقوقو  دفاع چی ددی ټولنی غړیتوب ولری .

۲- دافغانستان دملی صنایعو دپرمختګ اومدرنیزه کیدو په موخه او د بهرنیو هغه مشابه تولیداتو څخه مخنیوی چی په داخل کی تولیدیږی .

۳- دداخلی اړیکو وده د ملی صنایعو دپرمختګ په موخه .

۴- دکورنیو مارکیټونو مطالعه اوتجارتی وړاندیزونه .

۵- دعلمی ، صنعتی ، اوتجارتی معلوماتو راټولول اودهغی توزیع دافغانستان دصنعتکارانودټولنی غړوته .

۶- دحکومتی اداراتو سره دښو اړیکو ساتل دصنعت دودی په موخه .

 ۷- دنندارتونونو تنظیم او پرانیستل .

۸- داخلی بانکونو سره د اړیکو ساتل دټولنی دشتمنۍ دساتلو اوغړو ته دکریدت اخیستلوپه موخه  .

۹- دمسؤلو مقاماتو دکمک جلبول دتعلیمی ، تربیتی، مراکزو او‍پوهنتونونو پاملرنه  د تخنیکی اوحرفوی کادرونو ، انجینرانو دروزنی او د تولیدی فابریکاتو دپرسونل داکمال لپاره اوپه هغه ورکشاپوکی ونډه اخیستل چی ددی فابریکاتو اوکارخونو دکارګرانو او کارکونکو دسویی دلوړولو لپاره دایریږی فعاله ونډه اخیستل چی دنوموړو ادارو له خوا په لاره اچول کیږی.

۱۱- دټولنی دبودیجی تثبیت اوپرمختګ ددی ټولنی دچارودښه اجرا په منظور، د کارخونو د پرسونل اومنسوبینو ترمنځ د هنر اووطنپالنی دښی روحیی رامنځته کول د ملی اقتصاد دپیاوړتیا او دصنعت دپرمختګ په منظور .

۱۲-  ددولتی او غیر دولتی مؤسساتو اوفعالینو پاملرنه دچاپیریال ساتنی اودکاری چاپیریال څخه د کثافاتو دپاکولو او لیری کولو په موخه .

دافغانستان دصنعتکارانو ټولنه پدی باورده چی پورتنی ذکر شوی اهداف دهیواد د لوړو ګټو په نظرکی نیولو او دبی وزلو هیواد والو لپاره دکاری فرصتونو برابرولو او د فقر اوبی وزلۍ څخه

دژغورنی په موخه فعالیت کوی اودلاندنیو موازینو په نظرکی نیولو سره خپل فعالیتونه تنظیموی .

۱۳- ماده : هرهغه صنعتکار چی دافغانستان تابعت ولری او خپل قانونی عمر ۱۸- کلنی یی پوره کړی او آیسا اداری څخه یی جواز لاسته راوړی وی د دی ټولنی غړیتوب ترلاسه کولای شی .

۱۴- ماده : صنعتکارکه څه هم باسواد وی یابی سواده ددی ټولنی غړیتوب اخیستی شی .

۱۵- ماده: هرهغه بهرنی پانګه اچونکی یا صنعتکار چی د کورنی صنعتکارانو سره په شریکه پانګه اچونه کړی وی دعدلیی دمحترم وزارت په اجازه ددی ټولنی افتخاری غړیتوب ترلاسه کولای شی البته دعدلیی محترم وزارت دامر یونقل اودشهرت پاڼه به ددی وزارت دانسجام ریاست ته استول کیږی .

۱۶- ماده: هرهغه  پانګوال چی ددی ټولنی اساسنامه ومنی اوعمل پری وکړی ددی ټولنی غړی دی .

۱۷- ماده: دافغانستان دصنعتکارانو دټولنی هرغړی دټولو غړو په څیر یوشانته اومساوی حقوق لری.

۱۸- ماده :دټولنی هرغړی دبیان دآزادۍ حق لری .

۱۹- ماده :هرغړی دیوی سری اوآزادی رایی حق لری.

۲۰- ماده :هرغړی کولای شی خپل ځان درییس اویا دټولنی دمعاون اویاهم دمدیره پلاوی دغړی په توګه وټاکی .

دغړو وجایب

۲۱- ماده :هرغړی باید په عمومی غونډه یا مجمع کی حضور ولری .

۲۲- ماده:دکورنیو تولیداتود ښه کیفیت اوکمیت په لوړولو کی باید هڅه وکړی اوهغه دنوی تکنالوجی په لوری سوق کړی .

۲۳- ماده : دټولنی دمالی بودیجی دلوړولو لپاره په پرله پسی ډول هڅی وکړی.

۲۴- ماده : دټولنی داهدافو په توضیح وتشریح کی فعاله ونډه ولری .

دټولنی ټول غړی مکلف دی ترڅو هغه جلسی چی د مدیره پلاوی له خوا دایریږی او دغړیو شتون پکښی لازم ګڼل کیږی ګډون ولری خصوصآ په عمومی غونډه کی چی دټولو غړو شتون پکښی لازم دی اوداساسنامی مطابق دایریږی ګډون وکړی .

ددی ټولنی ټول غړی دهغه حق العضویت په ورکړه مکلف دی چی ددی ټولنی دغړو له خوا ټاکل کیژی غړی باید کوښښ وکړی ترڅود یوبل  په مشوری اومرستی  خپل صنعت ته وسعت ورکړی او خپل تولیدات اوماشین آلات په عصری تکنالوژی تبدیل او دلوړ کیفیت اوکمیت توکی تولید کړی اوپه خپل منځ کی سالم رقابت دتولیداتو دښه والی په موخه ولری اودخپلو کارګرانو اوکارمندانو لپاره دکارښه محیط برابراو دبی وزلو اومستحقو کسانو سره ددی بنسټ له خوا مرستی وکړی .

دپورتنیو ذکرشوو مواردو په پام کی نیولوسره ( جلساتو ته نه راتګ، دحق العضویت نه ورکړه ، ناسالم رقابت چی دنورو په ضررتمام شی ) اونورموارد چی پاس ذکر شوی پحپله د غړیتوب دلاسه ورکولو باعث ګرځی .   

 دیادولو وړ ده چی دصنعتکارانو په اتمه عمومی غونډه کی هریو :

۱-ښاغلی حاجی سخی احمد( پیمان) دلبنیاتو دتولیدی شرکت رییس ددی ټولنی دمشر په توګه .

۲- ښاغلی حاجی عبدالجبار(صافی) دشهرت ګروپ ریس ددی ټولنی مرستیال په توګه .

۳- ښاغلی حاجی عبدالصمد خان (سیدی)د شرق سوچ شرکت رییس ددی ټولنی دمرسیال په توګه .

او۱۸ نور غړی ددی ټولنی دمدیره پلاوی په حیث دآزادو اوسری رایو په نتیجه کی چی په ۱۶/۸/۱۳۹۲- نیټه ترسره شوی وټاکل شول .

دافغانستان دصنعتکارانو ټولنه دخپل لمړی ځل کارپیل څخه ترنن پوری ډیری لاسته راوړنی لری ، خوپه ډیری خواشینی سره باید ووایو چی دهیواد اودی بشری اجتماعی ټولنی دنورو ستونزو ترڅنګ چی په تیره لسیزه کی موجود وو دابرخه داقتصاد او پانګونی هم دخپل سیوری لاندی راوستی او یو ډیر شمیری غوښتنی چی خصوصآ د۱۳۸۷- کال راهیسی په مکرر ډول دچارواکو او مسؤلینو څخه دحل دلاروچارو غوښتنه شوی وه لاتردی دمه خاصه پریکنده اقدام ندی شوی .

دصنعتکارانو ټولو حقه غوښتنو داجرا اوعملی کیدو لپاره پکاردی چی ټول صنعتکاران داتحاد اواتفاق لاس ورکړی اوپه مالی قربانیو اویوبل سره دمرستی اولارښونی له لاری دهیواد داقتصاد او پانګونی دی برخی ته هم وده ورکړی ترڅو هیواد والو ته کار زمینه مساعده شی اوزمونږ ګران هیواد وال چی دبهرنیو هیوادو په آبادولوکی خپله انرژی مصرفوی دخپل اقتصاد اوهیواد لپاره په مصرف ورسوی اودهغه شمیر هیوادوالو لپاره چی بی روزګاره دی دحلال رزق دحصول یوه لار پیدا شی . دهیوادآبادی پرمختګ اوسرلوړی زمونږ هیله ،آرزو، امید ارمان اوغوښتنه ده .

 

ومن الله توفیق

 

 
 

دمشر پیغام

 سخی احمد پیمان

د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنی د خصوصی سکتور غړیو او فعالینو

اسلام و علیکم و رحمت الله و برکاته

د هغه ځایه چه تیره لسیزه په ګران هیواد افغانستان کی د پرمختګ په ډګر کی د تاریخ یوه نوی پاڼه پرانیستل شوه دکتنی وړ ده.              

ولی په خواشینی سره د ګران هیواد افغانستان صنعت لکه څرنګه چی هیله وه او د دولت رول په دی برخه کی ارزښتمن ګنل کیده وده ونکړه.

ملی صنعت د یو هیواد د بنسټونو څخه شمیرل کیږی اړینه ده چه په دی برخه کښی ځانګری پاملرنه په نظر کی ونیول شی، ځکه همدغه صنعت دی چی د پانګونی وده منځ ته راوړی، د کار موندنی پراخه زمینه برابروی، د بیکاری کړکیج او ستونزی له منځه وړی.

لانور معلومات 

مرستندوی

Copyright - 2017  AIA (Afghanistan Industrial Association) Host and Designed By www.ncp.af