ملگری

 

 

 
 
 
دافغانستان دصنعتكارانو ټولنه دیو مستقل حکمی شخصیت درلودنکی اویو غیر دولتی اوغیر انتفاعی بنسټ دی چی د( افغانستان دصنعتی ټولنی)  څخه د ددفاع په موخه ، دملي صنايعو اوخصوصي سكتور دلاسي صنايعوپه ګډون دانكشاف اوودي ، او اوپه ټولیزه توګه دافغانستان داقتصاد لپاره دمربوطه مراجعو اوارګانونو په مرسته په ملی اوبین الملی  کچه زیا رباسی ترڅو صنعتی فعالیتونه دخپل کارپه مربوطه ساحه کی منسجم اوهم غږی کړی  .
 

دافغانستان دصنعتكارانو دټولنی لنډه تاریخچه

دافغانستان دصنعتکارانو ټولنی بنسټ په  ۱۳۸۱ لمریز کال کی دیولسو تنو صنعتکارانو له خوا ‍ چی دڅرخی پله په صنعتی پارک کی یی فعالیت درلود ترهغه وروسته چی دعدلیی محترم وزارت څخه لمړی نمبر جواز تر لاسه کړ کیښودل شو چی په تدریجی توګه ډیرۍ کارخونی دپارک په داخل کی او دصنعتی پارک څخه دباندی او حتی ولایاتو لکه جلال آباد ، مزارشریف ،قندهار ،هرات او وروسته نورو ولایتونو څخه پدی ټولنه کی غړیتوب ترلاسه کړ اوخپل ملاتړ یی دهیواددصنعتکارانودحقونومدافع ، دی بنسټ څخه اعلان کړ.

  

 
 

دمشر پیغام

سخی احمد پیمان

د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنی د خصوصی سکتور غړیو او فعالینو

اسلام و علیکم و رحمت الله و برکاته

د هغه ځایه چه تیره لسیزه په ګران هیواد افغانستان کی د پرمختګ په ډګر کی د تاریخ یوه نوی پاڼه پرانیستل شوه دکتنی وړ ده.              

ولی په خواشینی سره د ګران هیواد افغانستان صنعت لکه څرنګه چی هیله وه او د دولت رول په دی برخه کی ارزښتمن ګنل کیده وده ونکړه.

ملی صنعت د یو هیواد د بنسټونو څخه شمیرل کیږی اړینه ده چه په دی برخه کښی ځانګری پاملرنه په نظر کی ونیول شی، ځکه همدغه صنعت دی چی د پانګونی وده منځ ته راوړی، د کار موندنی پراخه زمینه برابروی، د بیکاری کړکیج او ستونزی له منځه وړی.

لانور معلومات

مرستندوی

Copyright - 2017  AIA (Afghanistan Industrial Association) Host and Designed By www.ncp.af